Community Empowerment, Pashto
CebuanoChineseDeutschEnglish version of this documentLa versión española de este documento.Tagalog (Philipinnes)La version française de ce document.ItalianKiswahiliKoreanPolskiA versão portuguesa deste documento.RumanianSomali
ArabicGreekGujaratiHindiSindhi
 
خپل اهداف وپيژني
تاسو څه غواړي چي تر لاسه يي کړي؟
by Phil Bartle
translated by Jameel Ahmad Sameemi
.
 .تمريني..مواد.
.
د يو فعاليت کوونکي اهداف او مقاصد
...
يو متل مونږ په اداره کي استعمالوو ؛که تاسو نه پوهيږي چي تاسو چيرته روان ياست ،نو هر سړک و تاسوته لارښوونه کولاي شي؛  ؛وګوري(تکيه کلام ، متل)؛. .دا تاسو ته هم راجع کيږي څه وخت چي فعاليت کوي . دا ډير آسانه کار دي چي ځان مصروفه ښکاره کړي،هغه خوا و دي خوا ته ولاړ شي،د خلګو سره وويني بغير ددي چي د جامعي د تقويي دپاره کار وکړي.  ته بايد اول خپل اهداف و ځان ته روښانه کړي بيا يي د کاغذ پر مخ وليکي او بيا يي خپل شا و خوا ته وړاندي کړي.
...
ته بايد اوس يي په خپله يادداشت په کتابچه کي وليکي او يا يي په هغه څاي کي د ځان سره ثبت کړي چي تا د خپلو اهدافو د رسيدلو دپاره جوړ کړي دي. . ته بايد هغه د خپل ځان اهداف وبولي او دا فکر ونه کړي چي دا ديو بل چا دپاره دي او يا د هغه مقصدونه او اهداف دي.
...
د جامعي د تقويي اهداف پر خلګو او پر جامعي پوري اړه لري يعني هره جامعه او هر څوک ځانته يو مشخص پلان غواړي.  بيا هم دا سره ورته دي . جي په هغه کي راځي د غربت د ريښي ختمول, ښه اداره،په يوه اجتماعي ټولنه کي بدلون د ظرفيت لوړونه د پس عايده خلګو تقويه، او ، جنسي توازن.
...
هر څومره چي تاسو ددي موادو په لوستولو کي مخته ځي هغومره به تاسو ته ستاسي اهداف په زړه پوري وګرځي،او تاسو به ډير څه زده کړي . هميشه خپل د يادداشت کتابچي وګوري او په هغه کي د اهدافو دپاره شيان اضافه کړي او اصلاحات پکښي راولي
...
د غربت د درجي کښته راوستنه،د مثال په توګه، ډير مشکل کار دي څه وخت چي تاسو د هغه په ختمولو کي کار شروع کړي ؛د غربت ددرجي ټيټول؛ يوازي د موقت وخت دپاره د غربت احساس او درد ورکولاي شي مګر د هميشه دپاره يي ريښه نه شي ختمولاي. . غربت يوازي د داراي او خاني نه شتون نه دي ( لکه څنګه چي تاسو به يي په راتلوونکو تمريني موادو کي مطالعه کړي) او د غربت په خلاف د جنګ معني د بي احساسي, جهل او بي خبري, ناروغي او ، خيانت په خلاف آواز پورته کول دي. دا يوازي يو مثال دي چي تاسو د خپل هدفونو د رسيدلو په لاره کي زده کړ..
...
همدارنګه ښه اداره يوازي دا معني نه لري چي يو قوي مشر تابه ولري او ښه ترتيب ولري بلکه دا ددي معني هم ورکوي چي خلګ پکښي برخه واخلي ،شفافيت ولري،ايمانداري او اعتبار پکښي موجود وي او د آينده دپاره خوش بيني ولري. . تاسو به داهم زده کړي چي دا به ډير مشکل کار وي چي تاسو د يوي جامعي د مشر صداقت شفافيت وويني،که چيري تاسو په خپل جامعي فعاليتو کښي صادقه نه ياست.
...
:وګوري د مهم ټکو ليست ، ددغه اهدافو د تشريح او مباحثي په باره کښي (د غربت اختصار ،د جامعي ترقي.) . .هغه د خپلو يادداشت د کتابچو سره وګوري
––»«––
....